ننګرهار پوهنتون لپاره د برېښنا ځانګړی سیستم له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د یاد سیستم په اساس د پوهنتون مرکزي کمپس د درونټې له برېښناکوټ سره د رهایشي کورونو څخه د جلا او مستقلو لینونو په واسطه وصل شو.
یاد سیستم د لیندۍ په ۱۳مه نېټه د ننګرهار پوهنتون او برېښنا ریاست د مسؤلینو له خوا د پټۍ په پرې کولو سره رسماً پرانیستل شو.
د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت وویل: د برېښنا یاد سیستم د ننګرهار پوهنتون او برېښنا ریاست په ګډو هلو ځلو د نږدې ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت او د شته امکاناتو نه په استفادې د تېرې یوې میاشتې په موده کې جوړ او نن ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نوموړي زیاته کړه: د یاد سیستم په جوړېدو سره به د دې پوهنتون د برېښنا د پارچاوۍ ستونزه تر ډېره بریده حل شي.
ښاغلي صداقت د برېښنا ریاست د مشرتابه او مسؤلینو مننه وکړه، چې د برېښنا ستونزې د حل په برخه کې یې د پوهنتون له ادارې سره مرسته وکړه.
د پوهنتون مشرتابه د یاد سیستم د پرانیستې مراسمو په پای کې د برېښنا ریاست او ننګرهار پوهنتون هغه مسؤلین، چې د نوموړي سیستم د جوړېدو په برخه کې یې مرسته او همکاري کړې وه، د اعزاز پګړیو په سرولو او ستاینلیکونو په ورکړې سره تقدیر کړل.
سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي آمریت