ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې څلور رغنیزې پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۱:۲۶
picture

په یادو رغنیزو پروژو کې د تدریسي روغتون د جراحۍ څانګې د بېلابېلو برخو رغونه، د ښځینه پایوازانو لپاره یو باب انتظارګاه، یو باب وړکتون او تفریحي پارک شامل دي، چې د PU-AMI او نورو مرستندویه ادارو د نږدې ۵ ملیونه افغانیو په مالي لګښت د تېرو دریو میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یادې پروژې د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د ننګرهار پوهنتون او تدریسي روغتون د مشرتابه له خوا په داسې حال کې، چې د ولایتي ادارې او مرستندویه بنسټونو ځینو مسؤلینو یې ملتیا کوله، د پټۍ په پرې کولو سره رسماً پرانیستل شوې.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو ته د وینا پر مهال د تدریسي روغتون رئیس پوهنوال ډاکتر همایون چهاردیوال راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په تدریسي روغتون کې په تېر یو کال کې د روغتیايي خدمتونو، علمي برنامو، اخیستل شویو طبي سامان آلاتو، ماشینونو او رغنیزو چارو په اړه معلوماتي پریزنټېشن وړاندې کړ.

نوموړي زیاته کړه: د دغو رغنیزو پروژو په لړ کې د ښځینه او نارینه جراحي څانګو د بستر خونو، ICU خونو عملیاتخانو، کنفرانس هال، تشنابونو او د څانګو د ودانۍ چت په اساسي او معیاري شکل بیارغونه وشوه.

هغه وویل، چې په نسائي ولادي څانګه کې د ښځینه پایوازنو لپاره د یوې سرپناه او کوچنیانو لپاره د یو وړکتون، چې د لوبو سامان آلات، زده کړو، استراحت او خوړو خونې لري، جوړېدو سربېره د روغتون په حویلۍ کې د ناروغانو او مراجعینو د ذهني ارامتیا لپاره یو پارک هم جوړ شوی.

د روغتون رئیس د لوړو زده کړو وزارت له علمي معین څخه مننه وکړه، چې د کادري روغتونونو له فعالیتونو څارنه کوي او ډاډ یې ورکړ، چې د روغتون د علمي او رغنیز پرمختګ لپاره به لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخواه تدريسي روغتون کې د يادو پروژو په ترسراوي خوښي وښوده او په یاده برخه کې یې د روغتون د مشرتابه د هلو ځلو ستاینه وکړه.

هغه د تدريسي روغتون ډاکترانو او مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه، چې د محصلينو روزنې، د ناروغانو خدمت او د روغتون علمي او تحقیقي برخو ته دې زياته پاملرنه وکړي.

د ولايت مقام مرستيال م/ولوي سعید احمد بنوري او د عامې روغتيا رئيس م/ولوي امین الله شریف د غونډې نور ويناوال وو، چې په تېر یو کال کې یې په تدريسي روغتون کې ترسره شوي رغنیز کارونه او پرمختګونه بې ساري وبلل او د روغتون د مسؤلینو او ډاکترانو نه د مننې تر څنګ یې هغوی ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۵۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په ودونو کې د ناوړو رواجونو په هکله معلوماتي سيمینار او تمثیلي ننداره وړاندې شوه.

په همدې اړه د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې د دعوت او ارشاد او محصلانو خدمتونو همغږۍ امریتونو له خوا غونډه جوړه شوې وه، چې د مسؤلینو سربېره په کې د بېلابېلو پوهنځیو سلګونو تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه پیل شوه.

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي. . .

BACK TO NEWS

User account menu