د GAAC ادارې او ننګرهار پوهنتون تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک د لړم په ۸مه نېټه په ختیځ کې د جرمني مرستې د افغان ماشومانو لپاره (GAAC) ادارې د پروګرامونو مسؤل ډاکتر قیس صدیقي او د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا د پوهنتون په ریاست مقام کې په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د طب، اقتصاد پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو او GAAC ادارې ځینو نورو مسؤلینو هم حضور درلود.
د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د یاد تفاهملیک له مخې به د GAAC اداره د پوهنتون تدریسي روغتون د اړتیا وړ څانګو لپاره ۲۷ تنه طبي پرسونل استخداموي او د هغوی مالي ملاتړ به کوي.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال او د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت په تېر او اوس مهال کې له ننګرهار پوهنتون سره د GAAC ادارې د مرستو او همکاریو یادونه وکړه او د مننې تر څنګ یې د هغې پر دوام ټینګار وکړ، چې د یادې ادارې د پروګرامونو مسؤل له خوا د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.