د ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې تدریسي بهیر پیل شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۲۰:۵۶
picture

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انګلیسي ژبې او ادب څانګه کې (د انګلیسي تطبیقي ژبپوهنې) ماسترۍ د نوې ایجاد شوې برنامې د تدریسي بهیر پرانیسته وشوه. 

په یاده پرانیستغونډه کې د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار محمد قاسم هاشمي او د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار سربېره د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مسؤلینو، استادانو او د یادې برنامې محصلینو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال او د فوق لیسانس برنامو آمر پوهندوی مولوي احسان الله ناصح په خپلو خبرو کې د یادې برنامې د ایجاد په اهمیت خبرې وکړې او یاده لاسته راوړنه یې د پوهنتون علمي پرمختګ برخه کې مهم ګام وباله.

نوموړي زیاته کړه، چې دا برنامه به استادانو او محصلینو ته د انګلیسي ژبې د مسلکي تدریس او معیاري زده کړې زمینه برابره کړي، چې له مخې به یې د تدریس کیفیت لوړ او د زده کړو اغېزمنتیا زیاته شي.

ښاغلي ناصح استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې د برنامې د تدریس کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي او محصلینو ته غوره نظري او عملي زده کړې ورکړي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهندوی محمد عارف حازم، د پوهنتون د فوق لیسانس برنامو د علمي بورد منشي پوهنوال دوکتور نجیب الله صالح او د انګلیسي ژبې د یادې برنامې مسؤل پوهنمل دوکتور فهیم رحیمي د غونډې نور ویناوال وو، چې د یادې برنامې په ایجاد د خوښۍ څرګندولو تر څنګ یې د غونډې ګډونوالو ته د برنامې په اړه معلومات ورکړل.

د یادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون دا مهال د لیسانس او شپې برنامو سربېره د ماسترۍ ۱۰ او د دکتورا ۳ برنامې لري، چې نږدې ۶۰۰ تنه محصلین په کې په زده کړو بوخت دي.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه پیل شوه.

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ږیرې پرېښودلو ګټې او خریلو وعیدات) تر عنوان لاندې دیني او معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د لیلیې په جامع مسجد کې تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته سلګونو تنو محصلینو ته د ږیرې پرېښودلو حکم، اهمیت، فضایلو او ګټو تر څنګ  د خریلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu