د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د هیومنیزم (انسان محورۍ نظریې) په هکله علمي او معلوماتي سيمینار دایر شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۴۵
pic

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت او کلمات علمي او تحقیقي ادارې په ګډې همکارۍ د پوهنتون سلګونو تنو محصلینو ته په جامع مسجد کې د (هیومنیزم د مسلمان ځوان لپاره یوه غولوونکې پدیده ده) تر سرلیک لاندې علمي او معلومات سيمینار وړاندې شو.
یاد سيمینار، چې د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي اسلامي ثقافت څانګې دوو تنو استادانو پوهنیار مولوي محمودالحسن دیوبندي او پوهنیار مولوي لعل باچا حامد له خوا وړاندې شو، پر مهال یې د هیومنیزم پېژندنې، تاریخچې، زیانونو او نورو اړخونو په هکله علمي معلومات ارایه او د رد لپاره یې دیني او عقلي دلایل وړاندې شول.
د موضوع ارایه کوونکو استادانو په وینا، د هیومنیزم مفکوره زمونږ له مبارک دین، فکر، فرهنګ او عقل سره په ټکر کې ده، ځکه هیومنیزم د هرې کاميابۍ او ناکامۍ پړه پر انسان اچوي، هغه ته بې قيد و شرطه ازادي ورکوي، هیومنیسټ انسان د خپل عقل بنده ګي کوي، په زړه کې یې د دین کوم مقام نه وي، چې دا ټول مسایل د یو مسلمان او انسان لپاره د دیني او اخروي ناکامیو او تباهۍ سبب ګرځي.
نوموړو زیاته کړه، غرب د انسان لپاره مطلق حاکميت غواړي او اسلام د انسان لپاره د الهي احکامو تر سيوري لاندې د ژوند تېرولو امر کوي، ځکه حاکميت يوازې او يوازې الله ج ته منسوب دی او ټول مجازي حاکميتونه د ده تر حاکميت لاندې دي.
په سيمینار کې همدارنګه د دې مفکورې د شالید، د اسلامي او غربي افکارو ترمنځ د تقابل او توپیر نقاطو، د هیومنیزم بنسټیزو اصولو، په هکله یې د موجوده نظریاتو او د اسلام له پلوه د دې مفکورې نقد په تړاو ځوانانو ته پراخه معلومات ورکړل شول او سپارښتنه ورته وشوه، چې له یادې مفکوري مثاثره نه شي او د مخنیوي برخه کې یې خپل مسؤلیت ترسره کړي.
سيمینار د محصلینو پوښتنو په ځوابولو سره پای ته 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه پیل شوه.

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ږیرې پرېښودلو ګټې او خریلو وعیدات) تر عنوان لاندې دیني او معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د لیلیې په جامع مسجد کې تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته سلګونو تنو محصلینو ته د ږیرې پرېښودلو حکم، اهمیت، فضایلو او ګټو تر څنګ  د خریلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu