د ننګرهار پوهنتون او التقوی لوړو زده کړو موسسې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسليک شو.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۷:۴۴
image

 

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به دواړه بنسټونه په علمي، تدریسي، څېړنو، عملي زده کړو، استادانو تقرر او نورو برخو کې له یو بل سره همکاري کوي.

نوموړى هوکړه لیک د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په حضور کې د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال او د التقوی لوړو زده کړو موسسې د علمي چارو مرستیال محمد اسماعیل مومند له خوا لاسلیک شو.

د التقوی لوړو زده کړو موسسې د علمي چارو مرستیال محمد اسماعیل مومند په تېر کې له خپلې تحصیلي موسسې سره د ننګرهار پوهنتون د اکاډمیکې مرستې او همکارۍ یادونه وکړه او د مننې تر څنګ يې په راتلونکې کې د هغې پر دوام ټینګار وکړ.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو تر منځ د متقابلو اړیکو او همکاریو پر ارزښت خبرې وکړې او نوموړي ته یې په اړونده برخه کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې په نوموړي مجلس کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي، د التقوی لوړو زده کړو موسسې اداري مرستیال زبیر حسرت، د تضمین کیفیت آمر نقیب الله مطمین او د نشراتو آمر حبیب الله لوراند هم برخه لرله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۱:۵۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې (له شمېرو څخه تر بصیرته) سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

یاد سیمینار د جرمني هېواد د هېلمټ شمېډټ پوهنتون د الکترو مقناطیسي ساحو د څانګې د دوکتورا دورې افغان څېړونکي او ساینسپوه دوکتور محمد فرهاد ځاځي له خوا د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د تعلیم الاسلام کتاب سیالي ترسره شوه.

یاده سیالي د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو انسجام او همغږۍ ریاست په نوښت ددې پوهنتون په لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو څه دپاسه ۱۵۰۰ تنو محصلینو او ځوانانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۹:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمېټې غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي مرکزي کمېټې د دې کمېټې د مشر پوهندوی دوکتور همایون حامد په مشرۍ زراعت پوهنځي کې غونډه وکړه، چې پر مهال یې د پوهنتون او پوهنځیو په کچه په یو لړ فرهنګي او کلتوري. . .

BACK TO NEWS

User account menu