د ننګرهار پوهنتون اداري مجلس ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شو.

sakhizada_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۹:۴۴
imag

 

په نوموړې کاري ناسته کې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال مسعود پیروزي، د پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو، مرستیالانو او اداري آمرينو په کې برخه لرله، چې د پوهنتون د مالي، اداري، تدریسي او يو شمېر نورو مسايلو په اړه په کې بحث او خبرې اترې وشوې.

د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د لومړني سمستر د پای ازموینو د شفافیت او روڼتیا په اړه د پوهنځیو مسؤلینو ته لازم هدایات او لارښوونې وکړې.

نوموړي وویل، چې ازموینې دې د ازموینو کمېټې د کړنلارې سره سم، چې له وړاندې پوهنځیو سره شریکه شوې، په راڼه او شفاف ډول واخیستل شي او پایلې دې په خپل وخت له محصلینو سره شریکې شي.

د اداري او مالي چارو مرستیال مسعود پیروزي خپل راتلونکي پلانونه او کاري لومړیتوبونه د مجلس له غړو سره شریک کړل او په مالي او خدماتي برخو کې یې د پوهنځیو شته ستونزو د رسیده ګۍ ژمنه وکړه.

د مجلس په پای کې په یو لړ نورو متفرقه مسایلو بحث او خبرې وشوې او له پرېکړو وروسته اړوندو څانګو ته محول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه پیل شوه.

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ږیرې پرېښودلو ګټې او خریلو وعیدات) تر عنوان لاندې دیني او معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د لیلیې په جامع مسجد کې تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته سلګونو تنو محصلینو ته د ږیرې پرېښودلو حکم، اهمیت، فضایلو او ګټو تر څنګ  د خریلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu