د الفلاح پوهنتون او سپین غر لوړو زده کړو موسسې د اکاډمیک اعتبار اخیستنې په پار د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د مبارکۍ پيغام!

خوښ یم، چې الفلاح پوهنتون د تضمین کیفیت ملي پروسې په درېیم پړاو او سپین غر لوړو زده کړو موسسې په دویم پړاو کې بریا خپله کړې او اکاډمیک اعتبار یې ترلاسه کړی.
پوهنتونونه او تحصیلي موسسات، چې د یوه هېواد او ټولنې د پرمختګ، ابادۍ او سوکالۍ لپاره وړ او په کار پوه مسلکي کادرونه روزي، هغه مهال دا چاره بریالۍ ترسره کولی شي، چې ټولې علمي او تدریسي چارې یې په اکاډمیکو نورمونو برابرې وي.
الفلاح او سپین غر د افغانستان په ختیځ کې د خصوصي تحصیلي موسساتو تر منځ هغه روښانه نومونه دي، چې د ځوانو او نويو رامنځته شويو علمي بنسټونو په توګه یې په کم وخت کې خپل ځان ثابت کړ او د زیاتو پرمختګونو او لاسته راوړنو سربېره یې لا هم خپل علمي جدوجهد څپاند ساتلی او پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.
د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د یادې اکاډمیکې بریا له امله د الفلاح پوهنتون او سپین غر لوړو زده کړو موسسې درنې رهبرۍ، استادانو، محصلینو، اداري او خدماتي کارکوونکو او د ختیځ شریفو ولسونو ته مبارکي وايي او له دې لارې د خپلو اکاډمیکو مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکوي.
د الفلاح او سپین غر د لا زیاتو علمي نوښتونو او پرمختګونو په هیله
درنښت
پوهاند دوکتور خلیل احمد ب