ننګرهار پوهنتون کې د چاپېریال ساتنې نړيواله ورځ د يوې سترې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
ياده نمانځغونډه، چې د دې پوهنتون د چاپېریال ساتنې او فرهنګي کمېټو او د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست په نوښت جوړه شوې وه، د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه، مرستيالانو، د بېلابېلو پوهنځيو د رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو سربېره پکې د ننګرهار ولایت مقام مرستیال او د ولایتي ادارې ځینو رئیسانو او مسؤلينو هم برخه لرله.
د غونډې د پرانيستې وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د غونډې برخوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د چاپېریال ساتنې نړيوالې ورځې د نمانځې د موخو او ارزښت په اړه خبرې وکړې.
نوموړي وويل: د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ د ۱۹۷۴ زېږدیز کال را په دې خوا په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي، چې عمده موخه یې وګړو ته د چاپېریال د ساتنې، پاکۍ او د هغې څخه د سالمې ګټې اخیستلو په اړه د عامه پوهاوي ورکول دي.
د پوهنتون رئیس زیاته کړه: د هوا، اوبو او خاورې ککړتیا، په غیر فني او مسلکي توګه د ځنګلونو وهل، د اوبو له زېرمو ناسالمه ګټه اخیستنه، د مرغانو او ژویو ښکار او نور هغه څه دي، چې دم ګړۍ یې د بشریت ژوند له ګواښ سره مخ کړی، چې په وینا یې، که مخه یې ونه نیول شي، لوی ناورینونه به رامنځته کړي.
د ننګرهار ولایت مرستیال پوهنوال ببرک مياخېل د چاپېريال پر وړاندې د پیل شوې جګړې او ننګونو په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل او د پوهنتون په استادانو، علماء کرامو او د ټولنې په نورو هغو قشرونو یې، چې په دې برخه کې عامه پوهاوی کولی شي، غږ وکړ چې خلک وپوهوي او د چاپېريال پر وړاندې شته ننګونې را کمې او لمنځه يوسي.
د ننګرهار پوهنتون د چاپېریال ساتنې کمېټې مشر پوهندوی امین الله یوسفزی، د ننګرهار د چاپېریال ساتنې رئیس فیروز محمدزئي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحیم الله خوږیاڼی، د ترانسپورت رئیس محمد عارف عارف، د کرنې پوهنځي رئیس پوهندوی دوکتور رشاد احمد شېرزاد او د اوومې ناحیې آمر بریالی چلند د غونډې نور ویناوال وو، چې د ښاري چاپېریالیز مدیریت او پلان جوړونه، په چاپېریال ساتنه کې د رسنیو ونډه، ایکو سیستم او د چاپېریال پر وړاندې د پرتو خنډونو او د هغې د حل لارو په اړه یې ويناوې او پريزنټيشنونه وړاندې کړل.
د غونډې په پاى کې د ننګرهار پوهنتون او ولایت مقام مشرتابه او د غونډې برخوالو په ګډه د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په ویاړ د پوهنتون په انګړ کې د چاپېریال د پاکۍ کمپاین هم ترسره کړ.