د ننګرهار پوهنتون د دې اوونۍ خبرونه! نېټه: ۱۴۰۴ غبرګولي ۲۹ مه

nu_admin
Thu, Jun 19 2025 11:20 AM
picture

۱- د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د غبرګولي په ۲۴ مه نېټه په دې پوهنتون کې د روانو ازموینو له بهیر څخه د نظم و شفافیت ارزونې په موخه لیدنه وکړه.
د پوهنتون رئیس د اړوندو پوهنځیو مسؤلینو، ممتحنو او ممایزو استادانو ته په ازموینو کې د انضباط، شفافیت او ټاکلو معیارونو رعایت سپارښتنې وکړې.

۲ـ د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدایت ننګرهار پوهنتون پوهنې ریاست سره په همغږۍ په مرکز او ولسوالیو کې د لسګونو امارتي او خصوصي لېسو زده کوونکو ته د کانکور ملي ازموینې په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپونه دایر کړل.
د یادو ورکشاپونو پر مهال زده کوونکو ته د کانکور ازموینې څرنګوالي، نويو معلوماتو او تګلارو او یادې ازموینې ته د چمتووالي په هکله اړینې لارښوونې وشوې.

۳ـ ننګرهار پوهنتون کې ۴۰۰ تنه محصلین د کمپیوټر کورس څخه فارغ شول.
د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت د دوه تنو استادانو پر مټ د څلور میاشتني کورس پر مهال د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو ۴۰۰ تنو محصلینو ته د کمپیوټر اړوند (Microsoft Office) پروګرامونو کې روزنه ورکړه او هغوی ته یې د عملي او تحریري ازموینو په پایله کې د فراغت سندونه ورکړل.

۴ـ ننګرهار پوهنتون کې د روانې جوزا میاشتې په ۲۶ مه نېټه د ۱۴۰۴ لمریز کال کانکور ازموینې لپاره د بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه پیل شوه او دوه ورځې یې دوام وکړ.
یاده پروسه له ټاکلي وخت سره سم د سهار په ۴:۳۰ بجو پیل شوه، چې په ترڅ کې یې د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو نږدې لس زره تنه ګډونوال بایومتریک شول.

۵ـ د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي څخه فارغو ستاژر ډاکترانو ته د (څېړنې میتودولوژي) ۱۲ ورځنی ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د طب پوهنځي د بېلابېلو څانګو څخه فارغو (۶۰) تنو ستاژر ډاکترانو ته دایر شو، چې د روزنې چارې یې د همدې پوهنځي درې تنه استادان پر مخ وړي.

۶ـ د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکر الله وحدت د ازموینو مرکزي کمېټې غړو په ملتیا پوهنتون کې د روانو ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
نوموړو مسؤلینو ته په ازموینو کې د ټاکلو اصولو، نظم و دسپلین او شفافیت سپارښتنه وکړه او محصلینو ته یې ډاډ ورکړ، چې د هغوی د وړتیاوو او هلو ځلو په اساس به ورته نومرې ورکړل شي او د ټولو حقوق به خوندي وي.

۷ـ د ننګرهار پوهنتون له شرعياتو او کمپیوټر ساینس پوهنځيو څخه (۲۸۵) تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.
د فارغو شویو له ډلې ۱۱۵ تنه د شرعياتو پوهنځي له فقهې او قانون او اسلامي تعلیماتو او ۱۷۰ تنه د کمپیوټر ساینس پوهنځي له معلوماتي سیستمونو، معلوماتي ټکنالوژۍ او سافټویر انجنیري څانګو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

۸- ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۴ تحصیلي کال کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.
یاده ازموینه، چې د جوزا په ۲۸ مه نېټه پیل شوه، درې ورځې دوام کوي او په ترڅ کې به یې د ننګرهار ولایت د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو له نږدې لس زره تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.
 

Latest news

Mon, Aug 29 2022 9:27 AM
Background image

Acting Minister of Higher Education praised the presidents of Kabul Polytechnic and Nangarhar Universities.

 

Acting Minister of Higher Education Alhaji Maulvi Abdul Baqi Haqqani, President of Kabul Polytechnic University, President of Nangarhar University Dr. Khalil Ahmed Behsudwal, Prof.. . .
Tue, Jun 29 2021 7:44 AM
Background image

Nangarhar University signs MoU with Al Taqwa Institute of Higher Education.

 

 

According the officials, with accordance to the MoU, both the higher educational institutions would support each other in teaching, research, practicums, appointment of the. . .

Mon, Jun 28 2021 7:33 AM
Background image

Chancellor of Nangarhar University Professor Emeritus Dr. Khalil Ahmad Behsoodwal leads Academic Council.

 

 

Vice Chancellor for Academic Affairs Assistant Professor Dr. Mohammad Hamid Kadwal, Vice Chancellor for Administrative and Financial Affairs, Deans of faculties, Professors, the. . .

BACK TO NEWS

User account menu