د ننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس د بیرونۍ نما د جوړېدو چارې به ډېر ژر پیل شي.

nu_admin
Sun, Nov 20 2022 3:02 PM
image

 

په یاده رغنیزه پروژه کې یو کیلومتر او ۱۲ متره پیاده رو، ویاله او په اساسي توګه د پوهنتون د عمومي دروازې جوړېدل شامل دي، چې د جلال آباد ښاروالۍ سره په همغږۍ د UNOPS ادارې د ۱۲۶۰۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د درېو میاشتو په موده کې جوړېږي.

په همدې اړه د UNOPS ادارې پلاوي د جلال آباد ښار د اوومې ناحیې آمر ډاکتر بریالي چلند په ملتیا د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره د لړم په ۲۸مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې ولیدل.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د UNOPS ادارې او جلال آباد ښاروالۍ مننه وکړه، چې په رغنیزه برخه کې د پوهنتون له ادارې سره مرسته کوي.

پوهاند بهسودوال د UNOPS ادارې او د جلال اباد ښاروالۍ له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې د بیرونۍ نما تر څنګ دې د پوهنتون په داخل کې هم د ښکلا، پاکۍ او د ځینو محسوسو ځایونو د جوړېدو په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت هم د خپلې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د مرکزي کمپس او اړوندو پوهنځیو د سرکونو، ویالو، ګلدانونو، پیاده روونو او محصلینو لپاره د تم ځایونو او تفریحي پارکونو جوړولو د غوښتنې تر څنګ راغلي پلاوي ته سپارښتنه وکړه، چې یاده پروژه له پلان سره سم په معیاري توګه تطبیق کړي.

د UNOPS ادارې ولایتي مسؤل انجنیر تحفت الله تحفت د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ته په یادو برخو کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې ننګرهار پوهنتون د ټولو افغانانو ګډ علمي کور دی او ددې علمي کور د رغنیز پرمختګ لپاره به ځانګړې پاملرنه او هلې ځلې وکړي.

د مجلس په پای کې راغلي پلاوي د پوهنتون د مشرتابه په ملتیا د یادې رغنیزې پروژې د تطبیق له ساحې نه لیدنه وکړه.

Latest news

Mon, Aug 29 2022 9:27 AM
Background image

Acting Minister of Higher Education praised the presidents of Kabul Polytechnic and Nangarhar Universities.

 

Acting Minister of Higher Education Alhaji Maulvi Abdul Baqi Haqqani, President of Kabul Polytechnic University, President of Nangarhar University Dr. Khalil Ahmed Behsudwal, Prof.. . .
Tue, Jun 29 2021 7:44 AM
Background image

Nangarhar University signs MoU with Al Taqwa Institute of Higher Education.

 

 

According the officials, with accordance to the MoU, both the higher educational institutions would support each other in teaching, research, practicums, appointment of the. . .

Mon, Jun 28 2021 7:33 AM
Background image

Chancellor of Nangarhar University Professor Emeritus Dr. Khalil Ahmad Behsoodwal leads Academic Council.

 

 

Vice Chancellor for Academic Affairs Assistant Professor Dr. Mohammad Hamid Kadwal, Vice Chancellor for Administrative and Financial Affairs, Deans of faculties, Professors, the. . .

BACK TO NEWS

User account menu