د ننګرهار پوهنتون چاپېریال ساتنې مرکزي کمېټې غونډه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۸:۳۵
image

 

په یاده کاري ناسته کې، چې ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د پوهنځیو معاونینو او د یادې کمېټې غړو برخه لرله.

د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د پوهنتون پر پاکۍ، فزیکي ښکلا، سمسورتیا او چاپېریال ساتنې تاکید وکړ.

نوموړي د کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د یوه مناسب تحصیلي چاپېریال د رامنځته کېدو په خاطر د پوهنتون د بېلابېلو برخو د لارو او سرکونو رغولو، تنویر، پاکۍ او سمسورتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې برخه کې د اړوندو څانګو سره په ګډه کار وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت چاپېریال ساتنه د هر فرد ایماني او انساني مسؤلیت یاد کړ او د پوهنتون له ټولو منسوبینو یې غوښتنه وکړه، چې په یاده برخه کې خپل مسؤلیت او رسالت په ښه توګه ادا کړي.

د پوهنتون مشرتابه د اداري مجلس د پرېکړې سره سم د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنوال سید اکرم هاشمي د چاپېریال ساتنې مرکزي کمېټې د نوي مشر په توګه د کمېټې غړو ته معرفي کړ او هغوی یې له نوموړي سره ګډ کار او همکارۍ ته راوبلل.

پوهنوال هاشمي د پوهنتون د رهبرۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې پوهنتون خپل کور ګڼي او په هره برخه کې ددې علمي کور خدمت د ځان لپاره ویاړ او افتخار بولي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د کمېټې لپاره د کاري پلان او طرزالعمل جوړولو، د چاپېریال د تقویمي ورځو نمانځلو، د پوهنځیو په کچه د یادو کمېټو فعالولو، د پوهنتون د بېلابېلو برخو سمسورتیا، پاکۍ او رغولو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS