د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۶ - ۷:۵۴
image

 

په نوموړي کاري ناسته کې، چې د زمري په ۵مه نېټه په ریاست مقام کې ترسره شوه او د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د پوهنتون د علمي او تدریسي چارو، علمي ترفیعاتو، تقرر او انفکاک کیسونو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال په تېره یوه میاشت کې د پوهنتون ادارې د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د شورا غړو ته معلومات ورکړل او همدارنګه یې د تېر سمستر د درسونو او ازموینو د موفقانه ترسراوي په پار د پوهنځیو د رئیسانو، استادانو او د ازموینو کمېټې د غړو څخه مننه وکړه.

نوموړي دغه راز په پوهنځیو کې د علمي کادر د استخدام پروسې د چټکتیا، روڼتیا او معیاري کېدو په اړه د پوهنځیو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازی او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار طیب الله زاهد په خپلو خبرو کې د نوي سمستر د پیل لپاره د اړین چمتووالي، د زمري تر ۲۵مې نېټې د درسي پلانونو او مهالوېش جوړولو، مسلکیتوب ته پام سره د مضامینو وېش، په خپل وخت د فارغانو د جدولونو ترتیبولو او د پوهنځیو او لیلیو د نظم او دسپلین د رعایتولو په اړه د مجلس ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

ورپسې د پوهنتون د ازموینو کمېټې مشر پوهاند دوکتور عبدالحی مقیم د ازموینو کمېټې د تېر سمستر د کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ، چې د شورا د غړو له خوا مثبت ارزیابي شو.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، لغمان، کونړ سید جمال الدین افغاني او الفلاح پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو ۱۲، د تقرر او انفکاک ۸ کیسونو، د استادانو او محصلینو پر عرایضو او د ځینو نورو متفرقه مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu