د خواشينۍ او غمشریکۍ پیغام!

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۴ - ۱۰:۲۵
image

 

د ننګرهار پوهنتون رهبري، استادان، محصلین او ټول منسوبین د پکتیکا او خوست ولایتونو په وروستۍ زلزلې، چې په کې زمونږ زیات هېوادوال شهیدان، ټپیان او بې کوره شول، خپله ژوره خواشیني څرګندوي او خپل ځان په دې ستر غم او ماتم کې شریک ګڼي.

د الله تعالی له درباره شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا او د غم ځپلو کورنیو پاتې غړو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.

د پوهنتون اداره په خپلو استادانو، محصلانو او اداري کارکوونکو غږ کوي، چې په دې سخت وخت کې د خپلې وسعې او توان په اندازه د خپلو غم ځپلو هېوادوالو مرستې او کومک ته را ودانګي او دغه راز د ټولو ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو او ټولو شریفو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د اسلامي، انساني او هېوادني مسؤلیت له مخې په خپلو مرستو او کومکونو سره د یاد ناورین ځپلو هېوادوالو مرسته او ملاتړ وکړي.

درنښت

پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال

د ننګرهار پوهنتون رئيس

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu