د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي په ملتیا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال د پوهنتون رهبرۍ د استادانو او اداري کارکوونکو د حاضریو د کنترول او د اړوندو څانګو د چارو د بهبود او ښه والي په موخه مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.