ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي کې (د پروپوزل لیکنې، علمي مقالو خپرېدو او Citation) تر سرلیک لاندې ورکشاپ جوړ شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۹ - ۸:۵۶
image

 

نوموړی یو ورځنی ورکشاپ د طب پوهنځي رياست او د ريسرچ کمېټې په نوښت د یاد پوهنځي د کتابتون په تالار کې جوړ شوی ؤ، چې د پوهنځي لسګونو تنو استادانو او د شپږم کال محصلينو په کې برخه لرله.

ورکشاپ د طب پوهنځي د مرستيال پوهنوال دوکتور محب الله (شينواري) په وینا پیل شو. نوموړي د ورکشاپ ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ لنډه پرانيستونکې وينا وکړه او د ورکشاپ په ارزښت وغږيد.

پوهنوال شینواري وویل: د لوړو زده کړو وزارت د تحصيلي بنسټونو يوه موخه ريسرچ يا څېړنه ده، چې له څېړنو پرته پرمختګ امکان نه لري او هغه پرمحتګونه چې پر څېړنو ولاړ نه وي، دوام نه مومي؛ بناً د علومو په برخه کې د نوو معلوماتو لاس ته راوړل سمو، دقيقو او پر Reality ولاړو څېړنو ته اړتيا لري.

نوموړي زیاته کړه: ځوان علمي کادرونه او نوي فارغ محصلين بايد د ريسرچ په ميتودونو عملاً پوه شي، طبي علوم پر مستندو شواهدو ولاړ دي، په معاصر طب کې منځ ته راغلي پرمختګونه د همدې ترسره شوو څېړنو له پايلو راوتلي، نو د دي لپاره چې په طبي علومو کې پرمختګونه ولرو، څېړنو ته اړتيا ده، چې یادې څېړنې بايد مستندې او پر واقعيتونو ولاړې وي، تر څو يې له پايلو څخه د پالیسيو په جوړولو کې ګټه واخيستل شي، چې يادو ټکو ته په پام سره د دي ډول ورکشاپونو دايرول او په هغې کې ګډون لازمي دی، مونږ به په راتلونکې کې دې لړۍ ته دوام ورکړو او د ورته ورکشاپونو، سيمينارونو او سمپوزيمونو شاهدان به اوسو.

د ورکشاپ په دویمه برخه کې پوهنيار دوکتور صداقت مومند د پروپوزل لیکنې، پوهندوي محمد هارون رحيمي د ساينسي علمي مقالو د لیکنې او نشر او پوهنيار دوکتور عبدالغفار شېرزاد د Citation موضوعاتو په اړه پریزنټیشنونه وړاندې کړل او د ګډونوالو استادانو او محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د ورکشاپ د پای عمومي ارزونه د طب پوهنځي رئيس پوهنوال دوکتور محمد عظيم عظيمي وکړه. نوموړي د دې ډول ورکشاپونو پر ارزښت مفصلې خبرې وکړې او دا يې د ځوانو کادرونو د روزنې لپاره يو اړين ګام وباله.

پوهنوال عظیمي د جينيکس فارما درمل جوړولو کمپنۍ مننه وکړه، چې د یاد ورکشاپ د مالي تمويل تابيا يې کړې وه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu