ننګرهار پوهنتون کې (د SPSS څخه په ګټه اخیستنه د ارقامو تحلیل ) تر سرلیکلاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۹:۴۱
image

 

یاد ورکشاپ د پوهنتون د علمي څېړنو کمېټې په نوښت د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز کې جوړ شوی ؤ، چې د ننګرهار پوهنتون او د ننګرهار ولایت د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ۲۲ تنو استادانو او د څېړنو امرینو په کې برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ورکشاپ د پای په مراسمو کې د وینا پر مهال د علمي څېړنو د ترسره کولو د نویو میتودونو او لارو چارو د زده کړې په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې یاده چاره په اړونده برخه کې د استادانو د ظرفیت لوړونې تر څنګ په ټولنه کې د شته ستونزو او ننګونو په له منځه وړلو کې هم اغېزمن تمامېږي.

نوموړي د پوهنتون د څېړنو مرکزي کمېټې د مسؤل پوهنیار محمد ملیار رحماني او د ورکشاپ د روزونکي استاد پوهنیار سید عطاءالحق بنوري مننه وکړه، چې په هلو ځلو یې د یاد ورکشاپ دایرېدو ته زمینه برابره شوه.

د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح وویل: د پوهنتون اداره هڅه کوي، چې د ځینو منابعو نه په استفادې په ننګرهار پوهنتون کې یو مجهز څېړنیز مرکز رامنځته کړي، چې له مخې به یې د بازار او ټولنې د غوښتنو په اساس د څېړنو په برخه کې مثبت بدلون رامنځته او ګټورې پایلې به ولري.

ښاغلي ناصح د ورکشاپ په موفقانه ترسراوي خوښي وښوده او برخوالو استادانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې ترلاسه شوي مهارتونه د خپلو اړوندو پوهنځیو او څانګو له استادانو سره شریک کړي.

د ګډونوالو استادانو په استازیتوب د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنوال محمد بایر درمل د پوهنتون له ادارې مننه وکړه او د ترسره شوي ورکشاپ مواد یې نوي او د استادانو لپاره مهم وبلل.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون د مسؤلینو له خوا د ورکشاپ روزونکي استاد پوهنیار سید عطاءالحق بنوري ته ستاینلیک او ګډونوالو استادانو ته سندونه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu