ننګرهار پوهنتون کې د لاسونو وینځلو سیستم جوړېدو چارې پیل شوې.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۷:۴
image

 

یاد سیستم، چې دست شويۍ، د اوبو ذخیره، سولري برق، واټر پمپ او نور ملحقات لري، د NRC ادارې د اوبو رسولو او حفظ الصحې پروژې په مالي مرسته په عصري بڼه جوړېږي، چې چارې به یې په راتلونکو شلو ورځو کې بشپړې شي.

د یادو رغنیزو چارو د بنسټ ډبره د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي او د NRC ادارې د اوبو رسولو او حفظ الصحې پروژې مسؤل انجنیر فرهاد عاقب له خوا کېښودل شوه.

پوهاند بهسودوال د خپلو خبرو پر مهال د NRC ادارې مننه وکړه، چې د یاد سیستم د جوړولو تابیا یې وکړه او زیاته یې کړه، چې د نوموړي سیستم څخه به د محصلینو او مراجعینو د حفظ الصحې تر څنګ د پوهنتون د جامع مسجد لمونځ کوونکي د اودسونو لپاره ګټه واخلي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu