د ايران اسلامي جمهوریت سفارت د علمي او فرهنګي چارو مسؤل د ننګرهار پوهنتون مسؤلینو سره وليدل.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۹ - ۸:۵۲
image

 

په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د علمي او فرهنګي چارو مسؤل مهدي کریمي د یوه پلاوي په ملتیا د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت سره ولیدل.

په ياده لیدنه کې، چې د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح او د پوهنتون د ځینو پوهنځیو رئیسانو او استادانو هم حضور درلود، دواړو لورو د متقابلو علمي اړیکو د رامنځته کېدو پر شونتیا او پیاوړتیا خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت په تېر کې د ايران اسلامي جمهوريت له مرستو او علمي همکاریو مننه وکړه، چې له ننګرهار پوهنتون سره يې په بېلابېلو برخو کې کړي او په راتلونکې کې یې د هغې پر دوام د ټینګار تر څنګ د نوموړي هېواد له پوهنتونونو سره د متقابلو علمي اړیکو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي کریمي د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ته په اړونده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به په علمي، تدریسي، څېړنو، تحصیلي بورسونو، علمي سفرونو او نورو بېلابېلو برخو کې د ننګرهار پوهنتون او د ایران د ځینو معتبرو پوهنتونونو تر منځ د اړیکو رامنځته کېدو په برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu