د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره وليدل.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۲ - ۸:۴۵
iamge

 

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معين انجنير سيد اسماعيل روحاني د یوه پلاوي په ملتیا ننګرهار پوهنتون ته راغی او د دې پوهنتون د مشرتابه او مسؤلینو سره یې ولیدل.

په یاده لیدنه کې د ننګرهار پوهنتون د رئیس، مرستیالانو او د بېلابېلو پوهنځیو د رئیسانو سربېره د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون د ختیز زون مسؤلینو هم برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون د تاریخي شالید، تشکیلاتو، فعالیتونو، علمي او رغنیزو لاسته راوړنو او دغه راز په پوهنتون کې د شته ستونزو او ننګونو په اړه معلومات ورکړل.

پوهاند بهسودوال وویل: د ننګرهار پوهنتون ټولې علمي او اکاډمیکي چارې د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او مقرراتو سره سمې پر مخ ځي او د تدریسي چارو د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري او په یاده برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د محترم مقام پرېکړې ته په تمه یو.

د ننګرهار ولایت د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازی او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د مجلس نور ویناوال وو، چې هر یو د خپلې اړوندې برخې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د چارو د بهبود او ښه والي په موخه یې یو شمېر وړاندیزونه هم د راغلي پلاوي سره شریک کړل.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معين انجنير سيد اسماعيل روحاني ننګرهار پوهنتون له کابل پوهنتون وروسته دويم ستر اکاډمیک مرکز ياد کړ، چې په وینا یې، لسګونه زره علمي کادرونه یې په اسلامي او ملي روحیه سمبال روزلي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

ښاغلي روحاني د پوهنتونونو د ژر پیلېدو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري په ډېرې تېزۍ سره د یاد بهیر پر وړاندې د شته ستونزو او خنډونو په له منځه وړلو کار کوي.

نوموړي وویل، چې په هېواد کې ستر تحول راغلی او د چارو عادي حالت ته راتګ به لږ وخت ونیسي.

د محصلانو چارو سرپرست معین د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ته د دې پوهنتون د محصلانو او نورو برخو کې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS