د ننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس د بیرونۍ نما او داخلي برخو د ښکلا او سرسبزۍ چارې پیل شوې.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۹ - ۹:۸
image

 

په یادو رغنیزو چارو کې د ګلدانونو، ویالو او پیاده روونو جوړول شامل دي، د جلال اباد ښاروالۍ په تخنیکي مرسته د ننګرهار پوهنتون او ښاروالۍ د کاریګرو له خوا ترسره کېږي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت د فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي په ملتیا د یادو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال د پوهنتون مشرتابه د جلال آباد ښاروال مولوي روح الله حقمل له مرستې او همکارۍ مننه وکړه او یاده چاره یې د نوموړي ځانګړې مینه او علاقه وبلله، چې د پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره یې لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS