ننګرهار پوهنتون کې (په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالې لیکلو او خپرولو تګلاره) تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنتون د علمي څېړنو کمېټې په نوښت د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز کې جوړ شوی ؤ، چې د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځیو ۲۰ تنو استادانو په کې برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ورکشاپ ګډونوالو استادانو ته د وینا پر مهال په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې یاده چاره د استادانو د علمي ترفیعاتو سربېره د پوهنتون د علمي پرستېژ لوړولو لپاره هم اړینه ده.
نوموړي وویل: د تضمین کیفیت له اصولو سره سم د بشپړ اکاډمیک اعتبار اخیستلو وروسته باید پوهنتون نړیوال علمي ژورنال ولري، چې له نېکه مرغه ننګرهار پوهنتون په دې برخه کې له نورو مخکې دی او د نړیوال علمي ژورنال د رامنځته کېدو ټول مراحل یې بشپړ کړي او ډېر ژر به یې د خپرېدو شاهدان یو.
د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح د پوهنتون د علمي څېړنو کمېټې د مسؤلینو او د ورکشاپ د روزونکي پوهنیار محمد ملیار رحماني څخه د مننې تر څنګ برخوالو استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې ترلاسه شوي مهارتونه د خپلو اړوندو پوهنځیو او څانګو له استادانو سره شریک کړي.
ښاغلي ناصح ژمنه وکړه، چې د پوهنتون د محترم مشرتابه په ملاتړ به په راتلونکې کې هم د ځوانو استادانو د ظرفیت لوړونې لپاره په نورو بېلابېلو برخو کې روزنیز ورکشاپونه دایر کړي.
د ګډونوالو استادانو په استازیتوب د اقتصاد پوهنځي استاد پوهاند محمد بشیر دودیال د پوهنتون له ادارې مننه وکړه او د ترسره شوي ورکشاپ مواد یې نوي او د استادانو لپاره مهم وبلل.
د ورکشاپ په وروستۍ برخه کې د پوهنتون د مسؤلینو له خوا استادانو ته سندونه ورکړل شول.