د ننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس د دویمې دروازې د جوړېدو چارې پیل شوې.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۸:۱۲
image

 

یاده دروازه، چې کوچنی پارک، ډبرین کتاب، ګلدانونه او نور ملحقات لري، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مخکېني رئیس او استاد شهید پوهاند مسعود نېکبخت د کورنۍ په مالي مرسته جوړېږي.

د یادو رغنیزو چارو د بنسټ ډبره د زمري په ۲۰ مه د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا د ارواښاد نېکبخت د مشر زوی- د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو رئیس محمد حسن محسن په ملتیا په داسې حال کې کېښودل شوه، چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس، استادانو او د پوهنتون یو شمېر اداري کارکوونکو هم حضور درلود.

پوهاند بهسودوال د خپلو خبرو پر مهال د شهید استاد نېکبخت د کورنۍ له غړو مننه وکړه، چې د ارواښاد استاد په نقش قدم روان دي او د ننګرهار پوهنتون سره په مرستې یې خپله مینه له علمي او تحصیلي بنسټونو سره په زبات ورسوله.

د پوهنتون رئیس د ارواښاد نېکبخت د ترسره کړیو علمي او اکاډمیکو خدمتونو یادونه وکړه، چې په وینا یې، د ننګرهار پوهنتون په تاریخ کې په زرینو کرښو ثبت دي او د دې څلي په جوړېدو به یې یاد نور هم تازه او تلپاتې شي.

ښاغلي محسن د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ننګرهار پوهنتون د ټولو افغانانو ګډ علمي کور دی او ددې کور علمي او رغنیزه مرسته د هر افغان دنده او مسؤلیت دی.

نوموړي وویل، چې یاده دروازه به د اړینو ملحقاتو په لرلو سره د راتلونکو دوو میاشتو په موده کې په اساسي توګه ورغول شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu