ننګرهار پوهنتون کې د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۲ مې کالیزې د نمانځې په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۸:۵۵
image

 

یاده غونډه د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه، چې د ګډونوالو له خوا په کې د خپلواکۍ د ۱۰۲ مې کالیزې د ښې نمانځې په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د پوهنتون رئیس د خپلواکۍ ورځې د نمانځې په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې پوهنتونونه د ځوانانو د فکري روزنې مرکزونه دي او مونږ او تاسې باید هڅه وکړو، چې ځوان نسل له خپلې ویاړمنې ماضي خبر کړو او د استقلال او ازادۍ په ارزښت یې وپوهوو.

د مجلس ګډونوالو د یادې ورځې د ښې نمانځې په اړه خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل، چې له زیات بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې یاده ملي او تاریخي ورځ باید د ګڼو نورو پروګرامونو او مراسمو تر څنګ د یوه علمي او تحقیقي سیمینار په جوړېدو سره ونمانځل شي، چې استادان به په کې د ازادۍ او استقلال په دیني، تاریخي، کلتوري او سیاسي اړخونو علمي مقالې او پریزنټیشنونه وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu