ننګرهار پوهنتون کې د ارواښاد مولانا قیام الدین خادم د علمي او ادبي آثارو ویبپاڼې پرانیسته شوه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۸:۱
iamge

 

(خادم مېنه) په نوم یاد ویبسایټ د ارواښاد استاد خادم د کورنۍ او مینه والو له خوا پر لیکه شوی او د پښتو ادب د یاد ستوري علمي، ادبي او فلسفي اثار په کې خوندي شوي، چې د غبرګولي په ۱۲مه د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او استادانو له خوا د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.

نوموړې غونډه، چې د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي په نوښت جوړه شوې وه، د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو په کې برخه لرله.

د غونډې د پرانيستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال ارواښاد استاد خادم د پښتو ژبې او ادب ځلانده ستوری یاد کړ، چې په وینا یې، د پښتو ژبې، ادب، فرهنګ او نور برخو کې یې افغانانو ته نه هیرېدونکي خدمتونه ترسره کړي دي.

پوهاند بهسودوال د یاد ویبسایټ پرانیسته په علمي او رسنیز ډګر کې یوه مهمه زیاتونه وبلله او زیاته یې کړه، چې دا د ځوان نسل پر مونږ حق دی، چې د خپلو اسلافو له افکارو او کارنامو یې خبر کړو، چې ددې ویبپاڼې په پرانیستې سره به زمونږ څېړونکي، استادان، محصلین او ځوانان د خپل یوه عالم او فاضل مشر د فکري مکتب له ابعادو خبر شي.

د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي رئیس پوهندوی سید سمیع الله سعیدي، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد عارف حازم، د اقتصاد پوهنځي استاد پوهاند محمد بشیر دودیال، د پښتو ژبې او ادب څانګې مشر او استاد پوهاند فضل ولي ناګار، د یادې څانګې دوه تنه نور استادان پوهاند جانس زړن او پوهنیار شفیع الله حبیب د غونډې نور ویناوال وو، چې د مقالو، ویناوو او پیغامونو په ترڅ کې یې د ارواښاد استاد خادم په ژوند، فن، شخصیت او ادبي خدمتونو رڼا واچوله.

د غونډې په دویمه برخه کې د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي استاد پوهنیار سید عباس سادات له خوا د (خادم مېنه) ویبسایټ په اړه معلوماتي پریزنټیشن وړاندې شو او د ارواښاد استاد خادم په غږ نوې موندل شوې مقاله او غږیز کلیپ ګډونوالو ته واورول شو.

د غونډې په پای کې د پوهنتون د مشرتابه او استادانو له خوا د پټۍ په پرې کولو سره د یاد ویبسایټ پرانیسته وشوه او غونډه د ادبیاتو پوهنځي د استاد پوهندوی دوکتور الفت آواب په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu