ننګرهار پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ (OBE-SCL) تدریسي تګلارو د زده کړې ۱۲ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

sakhizada_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۱:۵
IMAGE

 

یاد ورکشاپ د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) په نوښت جوړ شوی، چې د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځیو ۱۵ تنه استادان په کې برخه لري.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ زده کړو تدریسي تګلارو په اهمیت خبرې وکړې.

نوموړي وويل: د لوړو زده کړو محترم وزارت او زياتره پوهنتونونه د سيمې او نړۍ د علمي بهير سره د ملتيا په موخه په دې هڅه کې دي، چې د تدريس د نويو شېوو او طريقو څخه د زړو هغو پر ځاى ګټه واخلي.

هغه زياته کړه: د پايلو پر بنسټ او محصل محورۍ زده کړې د تدريس د معیاري او اغېزمنو طريقو څخه ده، چې په دې ۱۲ ورځني ورکشاپ کې به د محترم استاد پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي له خوا یې روزنه ورکړل شي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال او د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز مسؤل پوهندوی احمد فرید روان نور ویناوال وو، چې د ورکشاپ په اړتیا او ارزښت یې خبرې وکړې او له ګډونوالو استادانو یې د فعال ګډون او د ورکشاپ له موادو د ښې ګټې اخیستنې غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu