په جلال آباد کې د پاکستان هېواد قونسل د ننګرهار پوهنتون له رئيس سره وليدل

sakhizada_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۶ - ۸:۵۱
image

 

په جلال آباد ښار کې د پاکستان اسلامي جمهوريت جنرال قونسل عابدالله د ننګرهار د بهرنيو چارو رئيس اصيل جان نيازي په ملتيا د ننګرهار پوهنتون له رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال سره وليدل.

په ياده کتنه کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال او د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي هم حضور درلود، په ننګرهار پوهنتون کې د پاکستان هېواد بورسونو ته د اخيستل کېدونکې ازموينې، د محصلینو د ویزو اجرا، تحصیلي اسنادو ارزونې او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ګاونډي هېواد پاکستان له علمي مرستو مننه وکړه، چې افغان ځوانانو او علمي کادرونو ته یې په خپلو پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې او په راتلونکې کې یې هم د یادو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

پوهاند بهسودوال دغه راز په ننګرهار پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو کې د لرې پښتونخوا محصلینو د ویزو اجراء او همدارنګه د تحصیلي اسنادو د ارزیابۍ ستونزې هم له راغلي پلاوي سره شریکې کړې.

ښاغلي عابدالله د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ته په اړونده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې غوښتنې به يې د خپل هېواد له اړوندو مسؤلينو سره شريکې کړي.

د مجلس په پاى کې راغلي پلاوي د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره په دې پوهنتون کې د بورسونو د اخیستل کېدونکې ازموينې لپاره د اړینو تدابیرو نیولو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

د يادونې وړ ده، چې د راتلونکې شنبې څخه تر سه شنبې ورځې د دلوې میاشتې د ۱۸مې څخه تر ۲۱ نېټې پورې د پاکستان هېواد د ليسانس، ماسترۍ او دوکتورا تحصيلي بورسونو لپاره به له نږدې څلورو زرو تنو کانديدانو څخه په ننګرهار پوهنتون کې ازموينه واخيستل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu