د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت د داخلي واحد نوی مسؤل د یاد بنسټ کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

sakhizada_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۹:۴۸
image

 

د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنيار اختر محمد غني ددې پوهنتون د تضمین کیفیت د داخلي واحد د نوي مسؤل په توګه د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا په داسې حال کې، چې د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال یې ملتيا کوله، رسماً د نوموړي بنسټ منسوبينو ته ور وپېژندل شو.

په همدې اړه جوړې شویو مراسمو ته د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وویل: دا چې د تضمین کیفیت د داخلي واحد مخکېنی مسؤل او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنمل لطیف الله غفوري بهر ته د دوکتورا زده کړو لپاره روان دی، نو د نوموړي پر ځای د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنیار اختر محمد غني د دې بنسټ د نوي مشر او مسؤل په توګه ټاکو.

پوهاند بهسودوال د تضمین کیفیت د داخلي واحد د مخکېني مسؤل پوهنمل لطیف الله غفوري په کړيو خدمتونو او لاسته راوړنو رڼا واچوله؛ نوموړي وويل: پوهنمل غفوري نږدې پنځه کاله د پوهنتون د تضمین کیفیت برخې مسؤل ؤ، چې په یاده موده کې ښاغلي غفوري او مل ټیم یې د ننګرهار پوهنتون د علمي، تدریسي او اداري بهیر د ښه والي او معیاري کېدو لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړې، چې په پایله کې یې ننګرهار پوهنتون په لوړو نمرو بشپړ اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړ، چې په نوموړې مهمې پروسې کې د دوی رغنده رول تقدیروو.

د پوهنتون رئیس دغه راز پوهنيار غني وړ او په کار پوه علمي کادر ياد کړ، چې په وينا يې، په تقرر سره به يې د تضمین کیفیت پروسه لا پیاوړې او غښتلې شي.

د تضمین کیفیت د داخلي واحد نوي مسؤل پوهنیار اختر محمد غني د ننګرهار پوهنتون د رياست مقام مننه وکړه، چې پر ده يې ددې دندې باور وکړ.

نوموړي ژمنه وکړه، چې په خپل ټول توان سره به د ورسپارل شوي مسؤلیت په ښه ترسراوي کې هلې ځلې وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu