ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سيالۍ د ساینس پوهنځي په بریا پای ته ورسېدې

sakhizada_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۹:۳۰
image

 

د کرکټ سياليو یاد ټورنمنټ، چې یوه میاشت یې دوام وکړ، د پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د ديارلسګونو پوهنځيو د لوبډلو ترمنځ جوړ شوی ؤ.

د ټورنمنټ پایلوبې ته د ساینس او ژبو او ادبیاتو پوهنځيو لوبډلو لار پیدا کړه، چې توپ وهنه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي لوبډلې پیل کړه او خپلې سیالې ډلې ته یې د ۷۹ منډو هدف وټاکه، چې د ساینس لوبډلې نوموړی هدف د درې لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د ټورنمنټ د پای په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی سید اکرم هاشمي په پوهنتونونو کې د سپورتي فعالیتونو په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې.

نوموړي وویل: سپورتي فعالیتونه د محصلانو په فزيکي او ذهني وده مثبت اغېز ښندي او د پوهنتون اداره د سالم علمي او تدریسي چاپېریال د برابرولو تر څنګ د سپورت ودې او پرمختګ ته هم ژمنه ده.

د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ وویل، چې له دې سیالیو یې موخه د پوهنتون د کرکټ منتخب ټیم ټاکل ؤ، چې له دې وروسته به له پوهنتون څخه بيرون د پوهنتون د استازي ټیم په توګه له نورو لوبډلو سره سیالۍ کوي.

د مراسمو په پای کې ګټونکو لوبډلو او د سیالیو غوره لوبغاړو او تنظیموونکو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

د یادونې وړ ده، چې د سیالۍ د پای په مراسمو کې د ساینس پوهنځي رئیس پوهندوی صفت الله شاکر او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مرستیال پوهنیار غفران الله معروف او د یادو پوهنځیو د استادانو او محصلانو سربېره د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو سلګونو تنو محصلینو هم برخه لرله.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu