د طب پوهنځي علمي کادر بست اعلان

nu_admin

 

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بست کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا لري:

image

ټول په شرایطو برابر کاندیدان چې په ذکر شوې څانګه کې یې دوکتورا ،ماسترۍ او یا لیسانس  په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای د 1399/8/17 نېټې څخه تر   1399/8/27 نېټې پورې د پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره