د انجینري پوهنځي علمي کادر بست اعلان!

nu_admin

 

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون انجینري پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بست کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا لري:

ټول په شرایطو برابر کاندیدان چې په ذکر شوې څانګه کې یې دوکتورا  اویا  ماسترۍ  په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای د1399/5/29 نېټې څخه تر 1399/6/24 نېټې پورې د پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره