د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.
د ورکشاپ پرانیستې وینا کې د ننګرهار پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار مولوي حبیب الله احمدي د لوړو زدهکړو په بهیر کې د الکترونیکي زدهکړو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره د تدریس او زدهکړې لارې چارې هم بدلې شوې دي او د باکیفیته زدهکړو د وړاندې کولو لپاره د حضوري ترڅنګ د انلاین زدهکړو پیاوړتیا ډېره مهمه ده.
نوموړي زیاته کړه، چې معیاري پرېزنټېشن د انلاین او حضوري تدریس د کیفیت په ښه والي او لوړولو کې اساسي رول لري او دغه ډول مسلکي روزنیز ورکشاپونه کولی شي د نوې ټکنالوژۍ په کارونه کې د استادانو مهارتونه او تدریسي وړتیاوې غښتلې او پراخه کړي.
د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې مسؤل او د انجنیري پوهنځي استاد پوهنیار حبیب الرحمن حکیمي او د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد پوهنیار عبدالبصیر احمدي د دې ورکشاپ روزونکي دي چې د معیاري پرېزنټېشن جوړولو، انلاین او حضوري تدریس لپاره د منظمې درسي محتوا چمتو کولو، تدریس کې د مصنوعي ځیرکتیا څخه استفادې، عصري ټکنالوژۍ ګټورې کارونې او د ورکشاپ اجنډا مطابق نورو موضوعاتو کې استادانو ته روزنه او د هغوی ظرفیت لوړ کړي.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
