د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
انځور

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې معیاري کړنلارو لا ښه تطبیق په موخه دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو.
د مسؤلینو په وینا، د دې ورکشاپ په ترڅ کې به د معیاري تدریس ابتدایي مسایل وړاندې او راتلونکي کې به د نورو ورکشاپونو په مرسته استادانو ته اړونده برخه کې په پرمختللې کچه روزنه ورکړل شي، څو د معاصرو تدریسي روشونو سره په کامله توګه بلد او ظرفیت یې لوړ شي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار مولوي حبیب الله احمدي د ورکشاپ پرانیستې وینا پر مهال د تدریس کړنلارې پر اهمیت، د غوره استاد پر ځانګړتیاوو او مسؤلیتونو خبرې وکړې او سپارښتنه یې وکړه، چې استادان باید محصلینو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر کړي، معاصرو درسي مېتودونو څخه دې ګټه واخلي او په خپلو علمي فعالیتونو کې دې نوښتونه رامنځ ته کړي.
د ورکشاپ روزونکي د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور حکیم خان حقیار د اجنډا مطابق په لومړۍ ورځ د مؤثره تدریسي کړنلارو او د باکیفیته تدریسي پروسې مخ ته وړلو اړوند موضوعات په هر اړخیزه توګه تشریح او ګډونوالو په ګروپي شکل عملي تمرینونه ترسره کړل.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu