ننګرهار پوهنتون کې د معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو د پېژندنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۳:۵۱
انځور

یاد ورکشاپ د علمي څېړنو معاونیت په نوښت په مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز کې د پوهنتون د ۷ علمي مجلو او ۳ نړیوالو ژورنالونو مسؤلینو او غړو استادانو ته د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور محمد ملیار رحماني له خوا وړاندې شو.

د ورکشاپ د پیل وینا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز مشر پوهاند محمد بایر درمل وکړه او جوړ شوی ورکشاپ یې د علمي ظرفیتونو لوړولو، علمي خپرونو پیاوړتیا او معیاري کولو په برخه کې ګټور وباله.

د ننګرهار پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار په خپلو خبرو کې د ورکشاپ ارزښت بیان کړ او  زیاته یې کړه ، چې د نړیوالو معتبرو ژورنالونو له معیارونو، درجه‌بندۍ، اعتبار او د علمي مقالو د خپرولو له اصولو سره بلدتیا د پوهنتون د علمي څېړنو د کیفیت ښه والي او د څېړونکو د علمي آثارو د نړیوالې پېژندنې لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د نوموړي په خبره د لوړو زده کړو وزارت محترم مسؤلین د مقالو کيفيت ته لومړیتوب ورکوي، هر علمي کادر بايد په معياري ژورنالونو کې مقالې نشر ته وسپاري او د مقالو او ژورنالونو کیفیت باید وساتل شي.

د ورکشاپ روزونکي استاد د نړیوالو علمي ژورنالونو د پېژندنې، اعتبار، معیارونو، د ژورنالونو د (Q1.Q2.Q3.Q4) درجه ‌بندۍ، د معتبر او نامعتبر ژورنالونو توپیر، د علمي مجلو د شاخصونو او د څېړنیزو مقالو لپاره د مناسب ژورنال د انتخاب په هکله ګډونوالو ته مفصل معلومات وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu