د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
انځور

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي پوهنتونونو لسګونو تنو علمي کادرونو په کې ګډون کړی و.

د ورکشاپ پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار د ورکشاپ پر اهمیت خبرې وکړې، د استادانو له فعال ګډون څخه یې مننه وکړه او د څېړنیزې ستونزې د سمې پېژندنې او د علمي عنوان د دقیقې ټاکنې پر ارزښت یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي زیاته کړه، څېړنه له عنوانه نه، بلکې له ستونزې پیلېږي او که ستونزه په سمه توګه تعریف شي، نو د څېړنې پوښتنې، فرضیې، موخې، میتودولوژي او حتی احصایوي تحلیل هم په سمه توګه ټاکل کېږي.

د علمي څېړنو مرستیال همدارنګه د ښه څېړونکي په ځانګړتیاوو خبرې وکړې او ویې ویل، ښه څېړونکی هغه دی چې یوه واقعي ستونزه وپېژني، د هغې لپاره علمي شواهد ومومي او داسې حل وړاندې کړي، چې د علم او ټولنې لپاره ارزښتناک وي.

د ورکشاپ په دویمه برخه کې د ننګرهار پوهنتون د علمي څېړنو آمر پوهنمل دوکتور حکیم خان حقیار د موضوع اړوند ازاد علمي بحث وکړ او ورپسې یې د پريزنټېشن له لارې د څېړنیزې ستونزې د پېژندنې، ریسرچ ګیپس د موندنې او د مناسب علمي عنوان د ټاکنې اړوند مهم مطالب او معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل.

په پای کې د ګډونوالو استادانو پوښتنې هم ځواب شوې او ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د استادانو چارو آمر مولوي محمد طارق مخلص په دعا سره پای ته ورسېد.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu