د لوړو زده کړو محترم وزیر صاحب ننګرهار پوهنتون کې د ۲۲ سوه تنو محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۲
انځور

د ننګرهار پوهنتون اړوندو پوهنځیو څخه ۲۲ سوه تنه مسلکي کادرونه فارغ او د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې ورته د فراغت سندونه ورکړل شول.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر صاحب، ننګرهار والي، ولایتي ادارې رئیسانو، نظامي مسؤلینو، د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ، پوهنځیو مسؤلینو،استادانو، خصوصي تحصیلي نهادونو او شرکتونو استازو، علماء کرامو او د فارغانو د کورنیو غړو ګډون کړی و.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس شیخ انعام الله مدني د غونډې ګډونوالو ته له هرکلي ویلو وروسته د پوهنتون په تاریخچې، فتحې وروسته پرمختګونو، لاسته راوړنو، علمي برنامو، رغنیزو چارو او د پوهنتون راتلونکو پلانونو په هکله خبرې وکړې او فارغانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په اخلاص د خلکو خدمت وکړي او د ترلاسه کړې پوهې حق ادا کړي.

د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپلو خبرو کې په پوهنتوني دوره کې د فارغانو زحمت ویستل او سختیو سره مقابله وستایله، هغوی ته یې په خپلو مسلکونو کې د تخصص او لا زیاتې پوهې ترلاسه کولو سپارښتنه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې اسلامي امارت د مسلکي کادرونو جذب او ورته د کار زمینې برابرولو ته ژمنتیا لري او حتماً به ورته د خدمت موقع ورکړل شي.

محترم شیخ صاحب زیاته کړه، محصلین او فارغ کادرونه باید د اسلام مبارک دین فرایضو او احکامو په رڼا کې خدمت ترسره کړي، د پیاوړي ایمان، اخلاقو او نېکو اعمالو ځانګړتیاوې خپلې کړي او خپل علم د وطن ابادۍ او ولس هوساینې لپاره په پوره صداقت او مسؤلیت وکاروي.

قدرمن وزیر صاحب همدارنګه وویل، اسلامي امارت د دین، مملکت او ملت ساتنې فکر لري، یوازینۍ هیله یې د افغانانو پرمختګ او سوکالي ده او ټول باید د دې بې بدیله نظام ملاتړ وکړو، چې تر منځ مو اتحاد او اتفاق لا پیاوړی شي.

د ننګرهار ولایت د علماوو شورا رئیس شیخ حضرت جان حنفي، د جهادي مدرسې مهتمم شیخ نور محمد ثاقب او د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قل اردو مرستیال مولوي محمد نظامي د غونډې نور ویناوال وو چې د علم په ارزښت یی خبرې وکړې، محصلینو ته یې بېلابېلو برخو کې لارښوونې وکړې او د فارغانو په روزلو او ورته امکاناتو برابرولو کې یې د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه، ننګرهار پوهنتون رهبرۍ او استادانو له هڅو مننه وکړه.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون ادارې او فارغانو له خوا د لوړو زده کړو قدرمن وزیر صاحب ته د غوره خدمتونو ترسره کولو له کبله د اعزاز لونګۍ او د خدمت ایوارډ ورکړل شو.

یاده فراغت غونډه فارغانو ته د سندونو په ورکولو او دعا سره پای ته ورسېده.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu