د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.
د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.
په سيمینار کې د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زَلِف د مسنونو دعاګانو د ارزښت، د مسلمان په فردي او ټولنیز ژوند یې د اغېزو، د رسول الله ﷺ له مبارکو سنتو سره یې د تړاو او په ورځنیو چارو کې د دغو دعاګانو د عملي کولو په ګټو تفصیلي بیان وکړ او معلومات یې ارایه کړل.
د نوموړي په وینا، مسنونې دعاګانې د بنده او الله تعالی ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا مهمه وسیله ده او عملي کول یې د انسان په ژوند کې د برکت، سکون، اطمینان او الهي رحمت ترلاسه کولو لامل ګرځي.
د دعوت او ارشاد آمر د سيمینارګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د مسنونو دعاګانو زده کړې او پرې عمل کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو د نبوي سنتو د پیروۍ ترڅنګ د دنیا او آخرت نېکمرغي ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت په دوامداره توګه د استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو لپاره د دیني، فکري او اصلاحي پروګرامونو په جوړولو سره د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
