د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۵
انځور

ننګرهار پوهنتون د خپلو اړوندو پوهنځیو (۴۲) تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر په نهايي ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون او خپلو پوهنځیو په کچه لوړ مقامونه ترلاسه کړي وو، د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل.

په همدې مناسبت د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د پوهنتون د غونډو تالار کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون رئیس، محصلانو چارو مرستیال، پوهنځیو مسؤلینو، استادانو، اداري آمرینو او ګڼ شمېر محصلینو په کې برخه لرله.

د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني ممتازو محصلینو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، هغه ځوانان چې د زیار او استقامت پر مټ لوړو مقامونو ته رسېږي او د علمي لاسته راوړنو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي باید وستایل شي، څو د نورو لپاره د تشویق سبب وګرځي.

د نوموړي په وینا د پوهنتون اداره او استادان هڅه کوي، چې محصلینو ته د تدریس او عملي زده کړو ښې او معیاري اسانتیاوې برابرې کړي، چې له نېکه مرغه د همدې هلو ځلو پایله ده، چې زمونږ محصلینو د پوهنتون دننه او بهر ښې لاسته راوړنې لرلي او په ګڼو سیالیو او ازموینو کې یې خپلې وړتیاوې ښودلي.

محترم شیخ صاحب وویل، د محصل لپاره د مسلکي پوهې تر څنګ حمیده اخلاق لازمي دي او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې په خپلو استعدادونو لا ډېر کار وکړي او د هېواد خدمت او پرمختګ لپاره ځانونه ښه وروزي.

د ممتازو محصلینو په استازیتوب د انجنیري پوهنځي محصل محمد فهیم ستانکزي خبرې وکړې او خپلې بریاوې یې د استادانو د لارښوونو، هڅو او کورنۍ ملاتړ پایله وبلله او د ستاینغونډې جوړېدو له کبله یې د پوهنتون رهبرۍ او نورو مسؤلینو څخه مننه وکړه.

د غونډې په پای کې د پوهنتون رئیس د پوهنتون په کچه لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو محصلینو ته نغدي ډالۍ ورکړې او پاتې نورو محصلینو ته د بېلابېلو پوهنځیو مسؤلینو له خوا ستاینلیکونه ورکړل شول.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu