د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په (مدني قضیه کې حکمیت) تر عنوان لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
انځور

دغه سیمینار د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د درېیمو ټولګیو محصلینو لپاره جوړ شوی و، چې په کې د حکمیت اړوند مهم موضوعات تشریح شول.

همدارنګه د سیمینار په جریان کې په محصلینو عملي تمرینونه ترسره شول، څو وکولای شي د حکمیت بهیر په عملي ډول زده کړي.

یاد سيمینار د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په نوښت د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهاند عبدالنصیر حمیدي له خوا وړاندې شو.

د سيمینار روزونکي استاد د موضوع ارایې پر مهال د حکمیت پېژندنې، ډولونو، حکمیت او منځګړیتوب ترمنځ توپیر، د حکمیت او قضاء ترمنځ توپیر او د موضوع اړوند نورو مسایلو په هکله معومات ورکړل او د محصلینو پوښتنې یې ځواب کړې.

په پای کې ګډونوال محصلین په ګروپونو ووېشل شول، هر یو ګروپ ته یوه موضوع وټاکل شوه او له تمرین کولو وروسته یې په سټېج ارایه کړه.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu