د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي محصلینو ته (د مونوګراف لیکنې لارښود) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.
د ننګرهار پوهنتون ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي د څلورمو ټولګیو درې ګونو څانګو لسګونو تنو محصلینو ته د دې پوهنځي د استاد او څېړنو کمېټې مسؤل پوهندوی احمد سعید شینواري له خوا د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښود سره سم د مونوګراف لیکنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو، چې پر مهال یې محصلینو ته د مونوګراف لیکنې په هکله پراخه علمي او تخنیکي معلومات ورکړل شول.
د ورکشاپ پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار د جوړ شوي ورکشاپ ارزښت بیان کړ، د څېړنو په اړتیا یې خبرې وکړې او د معیاري څېړنو ګټې یې روښانه کړې.
د نوموړي په وینا، د یوې ټولنې ټول معنوي او مادي پرمختګونه څېړنو پورې تړلي او هر ډول مثبت بدلون، ستونزو حل او حقایقو ته رسېدنه د څېړنو پرمټ ترسره کېږي، چې محصلین باید تحقیقاتي فعالیتونه د هېواد پرمختګ او ستونزو حل په پام کې نیولو سره ترسره کړي.
ښاغلي وقار د خپلو خبرو په پای کې محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د ټولنې اړتیاوو سره سم د خپلو موضوعاتو په هکله معیاري څېړنې ترسره کړي او ټول معیارونه په کې پوره مراعت کړي.
ورکشاپ د وړاندې کوونکي استاد له خوا د محصلینو پوښتنو په ځوابولو او دعا سره پای ته ورسېد.
