ننګرهار پوهنتون د علماوو شورا او جهادي مدرسې استادانو ته د علمي مقالې لیکنې په اړه ورکشاپونه دایر کړل.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۰:۲
picture

د ننګرهار پوهنتون څېړنو او علمي مجلو معاونیت له خوا د دې ولایت د علماوو شورا غړو او د ننګرهار جهادي مدرسې استادانو ته (د علمي مقالې لیکنې اصول او تګلارې) تر عنوان لاندې یو ورځني ورکشاپونه دایر شول.
یاد ورکشاپونه، چې موخه ترې د دیني علماء کرامو او مدرسینو د څېړنیزو مهارتونو پیاوړتیا او د معیاري علمي لیکنې اصولو ښودنه وه، د ننګرهار پوهنتون دوو تنو استادانو له خوا د علماوو شورا او یادې دیني مدرسې په تالارونو کې وړاندې شول.
ورکشاپونو ته په ویناوو کې د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار د څېړنې په ارزښت خبرې وکړې، د ورکشاپ اهمیت یې بیان کړ او علماء کرام یې وهڅول چې خپله اړونده برخه کې معیاري تحقیقات ترسره کړي.
د ننګرهار پوهنتون د څېړنو آمر پوهنمل دوکتور حکیم خان حقیار او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور نورالله نوري د ورکشاپونو پر مهال ګډونوالو ته د علمي مقالو لیکنې تګلارې، اصول، کیفیت، موخې، فارمټ، ډیزاین او نور مسایل تشریح کړل او د هغوی پوښتنې یې ځواب کړې.
همدارنګه د یادو ورکشاپونو پر مهال د وردګو پوهنتون راتلونکي ملي کنفرانس مقالو په فارمټ، ډیزاین او محورونو هم تفصيلي بحث او معلومات وړاندې شول.
د ننګرهار ولایت د علماوو شورا مشر شیخ القران والحدیث مولوي حضرت جان حنفي او د ننګرهار جهادي مدرسې مهتمم مولوي ریاض الله حقاني د یادو ورکشاپونو جوړولو له کبله ننګرهار پوهنتون څخه مننه وکړه او راتلونکي کې یې د ورته نورو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu