د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد مسؤل د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۲:۵۱
picture

د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکرالله وحدت د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي خلیل الله معصوم په ملتیا د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې څخه د دعوت او ارشاد روانو چارو ارزونې په موخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال نوموړو د یادې مؤسسې مسؤلینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره جلا جلا غونډې وکړې او خپله اړونده برخه کې یې ورته لازم هدایات او سپارښتنې وکړې.

د غونډو پر مهال د اسلامي امارت د محترم مشرتابه او لوړو زده کړو وزارت مقام د فرامینو تطبیق، سیرت او صورت اصلاح، د کامل صداقت له مخې د رسمي کارونو ترسراوي او مراجعینو سره حسنه چلند اړوند توصیې وشوې او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه د حل په موخه واورېدل شول.

د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه او منسوبینو د ختیځ زون د دعوت او ارشاد مسؤل او ورسره مل پلاوي سفر ته هرکلی ووایه او هغوی ته یې په اړونده برخه کې د لازمو اجرااتو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu