د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۹:۳۹
picture

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۸ مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او د پوهنتون مشرتابه سربېره په کې د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او اداري آمرینو برخه لرله، د علمي او تدریسي چارو، علمي ترفیعاتو، انفکاک کیسونو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس شیخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د شورا غړو ته د لوړو زده کړو وزارت د اصولو، مقرراتو او لارښوونو سره سم د علمي، اداري او تدریسي چارو د ترسره کولو سپارښتنه وکړه، چې د هغوی له خوا ورته د لازمو اجرااتو ډاډ ورکړل شو.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح په تېره یوه میاشت کې د پوهنتون د علمي او تدریسي لاسته راوړنو ګذارش د شورا له غړو سره شریک کړ او دغه راز یې د راتلونکې ارزونې لپاره د بشپړ چمتووالي او تدابیرو نیولو په خاطر مسؤلینو ته بېلابېلو برخو کې سپارښتنې وکړې.
د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکرالله وحدت، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار او د اداري او مالي چارو مرستیال حافظ ناکیم ځدراڼ د مجلس نور ویناوال وو، چې د شورا غړو ته یې د نصاب اصلاح، کمېټو فعالیتونو چټکیا، الکترونیکي زده کړو ترویج او استادانو کورسونو ثبت، د HEMIS سیستم بشپړ تطبیق، د استادانو چاپ شویو اثارو شریکولو، محصلینو ته د دیني، علمي او روزنیزو ورکشاپونو جوړولو او د پوهنځیو اړوند یو لړ متفرقه مسایلو په اړه لارښوونې وکړې.
ورپسې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو نوی مرستیال شیخ شاکر الله وحدت، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي نوی رئیس پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي او د پوهنتون د دعوت او ارشاد نوی آمر مولوي خلیل الله معصوم د پوهنتون مشرتابه له خوا د شورا غړو ته معرفي شول.
د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، لغمان او نورستان پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو ۲۶ او انفکاک ۱ کیس مطرح او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu