د ننګرهار پوهنتون له عامه ادارې او پالیسۍ او ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځیو څخه (۱۵۸) تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲
picture

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي له عامه ادارې، عامه پالیسۍ او مدیریت انکشاف څانګو څخه ۹۳ تنه او د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي له عامه اړیکو، مطبوعاتو او راډیو- تلویزیون څانګو څخه ۶۵ تنه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په همدې مناسبت د جلال اباد ښار ستاره شرق او خلیج کانتیننتال تالارونو کې د فراعت بېلابېلې غونډې جوړې شوې وې، چې د ننګرهار پوهنتون د رئيس او مرستيالانو سربېره په کې د یادو پوهنځيو رئيسانو، استادانو، شیوخ کرامو، اداري کارکوونکو، فارغانو او د هغوی د کورنيو غړو برخه لرله.
د غونډو ښه راغلاست ویناوو پر مهال د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي رئیس پوهنمل محمد جمال شینواري او د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي رئیس پوهندوی سید سمیع الله سعیدي په خپلو خبرو کې د فارغانو په علمي هڅو، وړتیاوو، تدریسي او روزنیز بهیر او راتلونکو مسؤلیتونو خبرې وکړې او د پوهنتون رهبرۍ او نورو مېلمنو ته یې ښه راغلاست ووایه.
فراغت غونډو ته د ویناوو پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس شيخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار فارغانو ته مبارکي ورکړه، د لا زیات علمي پرمختګ دعا یې ورته وکړه او د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي فارغانو ته یې د سپارښتنې په توګه وویل، چې په خپله کاري ساحه او اړوندو ادارو کې د خدماتو کیفیت لوړاوي، ملي پرمختګ تامین، عدالت او اداري نظام سمون کې رغنده رول ولوبوي.
نوموړو همدارنګه د ژونالېزم او ارتباطاتو پوهنځي فارغانو ته هم سپارښتنه وکړه، چې د قلم، ځوانې انرژۍ او رسنیو له لارې حقایق بیان کړي، د مظلومو مسلمانانو غږ پورته کړي او د خپل دین او هېواد دفاع لپاره خپله مسلکي پوهه استعمال او خپله وجیبه ادا کړي.
د پوهنتون رهبرۍ فارغان د نظام ملاتړ، نورو عالي تحصیلاتو او ټولنه کې د پوهنتون ښه استازیتوب ترسره کولو ته وهڅول او د هغوی له کورنیو یې مننه وکړه، چې د خپلو اولادونو ملاتړ یې کړی دی.
یادې فراغت غونډې فارغانو ته د سندونو په ورکولو سره پای ته ورسېدې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu