د ننګرهار پوهنتون له شرعياتو او کمپیوټر ساینس پوهنځيو څخه (۲۸۵) تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۳۷
picture

په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون په ایډیټوریم او ستاره شرق تالار کې بېلابېلې غونډې جوړې شوې وې، چې په کې د ننګرهار پوهنتون د رئيس او مرستيالانو سربېره د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، دیني علماء کرامو، اداري کارکوونکو، فارغانو او د هغوی د کورنيو غړو برخه لرله.

د فارغو شویو له ډلې ۱۱۵ تنه د شرعياتو پوهنځي له فقې او قانون او اسلامي تعلیماتو او ۱۷۰ تنه د کمپیوټر ساینس پوهنځي له معلوماتي سیستمونو، معلوماتي ټکنالوژۍ او سافټویر انجنیري څانګو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

د غونډو ښه راغلاست ویناوو پر مهال د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي کلیم الله حقاني او د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس پوهندوی بادام نیازي په خپلو خبرو کې د فارغو محصلینو په علمي وړتیاوو، روزنې پروسې او راتلونکو مسؤلیتونو خبرې وکړې او د پوهنتون رهبرۍ او نورو مېلمنو ته یې ښه راغلاست ووایه.

فراغت غونډو ته په خپلو ویناوو کې د ننګرهار پوهنتون رئيس شيخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست استازي او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکر الله وحدت فارغانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل، الله تعالی چې چاته د خیر اراده وکړي نو علم او پوهه ورکوي او دا د خوښۍ ځای دی، چې په دومره تعداد کې مسلکي او علمي کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کېږي.

د نوموړو په وینا، اوسمهال تر بل هر وخت ځوانانو ته په ملي او نړیواله کچه د زده کړو فرصتونه او اسباب برابر دي چې کولی شي، په معیاري ډول خپل ظرفیتونه لوړ او د تخصص له لارې د هېواد او امت لپاره د ښه خدمت جوګه شي.

د پوهنتون رهبرۍ محصلین وهڅول، چې له فراغت سره سم د ننګرهار پوهنتون په فوق لیسانس برنامو کې خپل راتلونکي علمي سفرونه پیل او د ټولنې اړتیاوو او ستونزو ته د علمي حل لارو موندلو سربېره د خلکو په منځ کې د خپل پوهنتون او پوهنځي ښه استازیتوب وکړي.

د فارغانو په استازیتوب یو شمېر محصلینو هم خبرې وکړې، چې په خپلو خبرو کې یې د الله تعالی د شکر ادا کولو تر څنګ د تحصیلي دورې پر مهال د خپلو استادانو، والدینو او مشرانو له صادقانه ملاتړ او زحمتونو قدردانی وکړ.

غونډې فارغانو ته د تصدیقونو په ورکړې او دعا سره پای ته ورسېدې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu