د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته ۳ ورځنی دیني او معلوماتي سيمینار دایر شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۲:۲۶
Picture

یاد سيمینار، چې پر مهال به یې د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استادانو، د هېواد جیدو علماء کرامو او افتخاري شیوخو له لوري د ۱۴ ګونو پوهنځیو محصلینو ته د مختلفو دیني او اصلاحي مسایلو په اړه بیانونه او پرېزنټېشنونه وړاندې شي، د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت په نوښت د پوهنتون په جامع مسجد کې تنظیم شوی دی.

د سيمینار پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، د ننګرهار ولایت د علماوو شورا غړو، جیدو علماوو او د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو سلګونو تنو محصلینو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په خپله وینا کې د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ خپلو مسؤلیتونو ته د ځوانانو او محصلینو متوجه کول او هغوی د اسلامي شریعت په مُقتضی پوهول اړینه چاره وبلله، چې په وینا یې د انسان د خیر او فلاح سبب ګرځي.

ښاغلي هاشمي د محصلینو او ځوانانو په سالمې روزنې د ټینګار تر څنګ وویل، ځوانان د ټولنې بنسټ، ځواک او راتلونکی دی، چې باید د علم، اخلاقو او اسلامي ارزښتونو په ترلاسه کولو سره اسلامي نړۍ او خپل هېواد ته د ښه خدمت جوګه وګرځي.

نوموړي همدارنګه د سيمینار له تنظیموونکو مننه وکړه او محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د خپل شخصیت جوړونې په موخه سيمینار کې فعاله ګډون وکړي.

د سيمینار په لومړۍ ورځ د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهاند اسرارالحی منیب د ایمان تشریح ولا او براء، د ننګرهار ولایت د علماوو شورا غړي او د ام العلوم مدرسې مدرس شیخ القران والحدیث مولوي عبدالحی حنفي د انسان پیدایښت او د نصوصو په رڼا کې د دنیا د تخلیق جریان او جید عالم شیخ القران والحدیث مولوي نادر خان صاحب محرمات په قرانکریم کې موضوعات محصلینو ته ارایه او د هغوی پوښتنې يې ځواب کړې.

د یادونې وړ ده، چې د اجنډا له مخې د سيمینار لومړۍ ورځې ته د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو، عامه ادارې او پالیسۍ، وترنري علومو، ساینس او کمپیوټر ساینس پوهنځیو محصلین رابلل شوي وو او د سيمینار پاتې دوو ورځو کې به د نورو پوهنځیو محصلینو ته مختلف موضوعات وړاندې شي.
 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu