د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ غړو د تدریسي روغتون له روانو فعالیتونو څخه نظارت وکړ.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۴:۴۳
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو په ملتیا د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون د روانو اداري چارو، محصلینو عملي روزنیز بهیر او روغتیایي خدمتونو څخه د نږدې لیدنه وکړه او د لا مؤثروالي لپاره یې د روغتون مسؤلینو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

په همدې پار د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه غړو او تدریسي روغتون د مسؤلینو، څانګو آمرینو او استادانو تر منځ د روغتون د غونډو په تالار کې ناسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د خپلې وینا پر مهال د تدریسي روغتون په اهمیت او په کې د چارو څرنګو الي په هکله خبرې وکړې او د یاد مهم ارګان په چارو کې ناغېړي کول یې ستر غفلت وباله.

نوموړي په روغتون کې د روانو چارو په تنظیم او انسجام ټینګار وکړ او د یاد روغتون مسؤلینو او کارکوونکو ته یې په چارو کې د همغږي اوسېدو، اطاعت، دندې ته پر وخت راتللو، محصلینو او ناروغانو سره غوره برخورد او د اصولو مطابق د چارو ترسراوي سپارښتنې وکړې.

د پوهنتون رئیس د روغتون د ټول ټیم هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې د پوهنتون اداره به هغوی ته د ښو خدماتو وړاندې کولو لپاره د اړینو وسایلو او سرچینو برابرولو په هدف خپلې هڅې جاري وساتي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په خپلو خبرو کې عملي زده کړې د نظري زده کړو تکمیلي برخه وبلله او د ټاکلو معیارونو سره سم د تخصص برنامو مخ ته وړلو، مسلکي پرمختګ ته زیاتې پاملرنې او د محصلینو عملي زده کړو کیفیت لوړاوي باندې یې ټینګار وکړ.

د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون رئیس پوهنوال ډاکتر همایون چهاردیوال د پوهنتون مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د روغتون څخه یې لیدنه وکړه او د خپلو وړاندیزونو شریکولو سربېره یې هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د سپارښتنو په تعقیب به یې جدي اقدامات ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu