د ننګرهار پوهنتون اداري مجلس ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۵:۰
picture

په یاده کاري ناسته کې، چې د لیندۍ په ۱۴ مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او ددې پوهنتون د علمي چارو، اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د اړوندو پوهنځیو رئیسانو او آمرینو په کې برخه لرله، د پوهنتون اړوند پر بېلابېلو اداري مسایلو، مالي او تدارکاتي پروسو چټکتیا، د پوهنتون منسوبینو ستونزو حل او راتلونکو پلانونو خبرې او پرېکړې وشوې.

د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس شـیخ انعام الله مدني د پوهنځیو او اړوندو څانګو مسؤلینو ته د اصولو سره سم د اداري او تدریسي چارو د چټکتیا او معیاري کېدو لارښوونه وکړه.

نوموړي همدا راز د راتلونکو ازموینو لپاره د اړینو تدابیرو نیولو تر څنګ د محصلینو په خپل سر رخصتۍ او غیر حاضري د مخنیوي سپارښتنه وکړه. 
  
د مجلس په دویمه برخه کې د اداري او مالي چارو مرستیال د تېر اداري مجلس د پرېکړو له مخې د ترسره کړیو اجرااتو او فعالیتونو راپور شریک کړ.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال مفتي نعمت الله اعزازي او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د مجلس له ګډونوالو سره په ګډه د اجنډا له مخې د پوهنتون بېلابېلو اداري او مالي موضوعاتو بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu