د اداري او مالي چارو مرستیال د کرنې پوهنځي د چارو ارزونه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۴:۱۶
picture

د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال مـُفتي نعمت الله اعزازي ددې پوهنتون د بشري سرچینو آمر قاري جمیل مُحسن په ملتیا د کرنې پوهنځي څخه لیدنه وکړه او د یاد پوهنځي پرمختګونه، غوښتنې او اړتیاوې یې له نږدې وارزولې.

د لیدنې پر مهال د کرنې پوهنځي رئیس پوهنوال دوکتور رشاد احمد شېرزاد د اداري او مالي چارو مرستیال ته د خپل پوهنځي د لیسانس او فوق لیسانس برنامو د اوسني وضعیت، تحقیقاتي فارمونو کې د روانو څېړنیزو پروژو، د پوهنځي د چارو پر وړاندې شته خنډونو او اړتیاوو په اړه معلومات ورکړل او نوموړي سره یې خپلې غوښتنې شریکې کړې.

د اداري او مالي چارو مرستیال ښاغلي اعزازي په خپلو خبرو کې پوهنتونونه د مسلکي زده کړو تر څنګ د فکري روزنې اصلي مراکز یاد کړل او سپارښتنه یې وکړه، چې محصلینو ته باید د مسلکي زده کړو تر څنګ اسلام مبارک دین او هېواد سره د مینې او وفادارۍ درس هم ورکړل شي.

نوموړي د کرنې پوهنځي د حاضرۍ کتاب چیک کولو تر څنګ د پوهنځي له مسؤلینو او استادانو څخه مننه وکړه، چې خپلو کارونو کې هلې ځلې کوي او ژمنه یې وکړه، چې په اداري او تدارکاتي برخو کې به یې اړتیاوې او ستونزې حل کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu