دکرنې پوهنځي اوسنی حالت

کرنې  پوهنځی اوسنۍ حالت

کرنې  پوهنځی چې په ۱۳۵۷ هـ ش کال کې تاءسیس شوې ، اوس مهال په شپږو رشتو کې 741 محصلین پکې په زده کړو بوخت دي، چې د 39 تنو علمي کادر غړو لخوا  ورته  د کریدیت سیستم له مخې د تدریس چارې پرمخ وړل کیږي. 

علمي پروګرامونه

کرنې  پوهنځی اوس مهال اووه لسانس او درې د ماسټرۍ په کچه علمي پروګرامونه لري. نوموړي د لسانس علمي پروګرامونه عبارت دي له اګرانومي، نباتاتو ساتنه، کرنيز تجارت مديریت، کرنيز اقتصاد او توسعه، بڼوالي(هارټيکلچر)، حېواني علوم او د ګلانو روزنې او ځمکې منظرې جوړول.  د ماسټرۍ علمي پروګرامونه عبارت دي له: اګرانومي، بڼوالي(هارټيکلچر) او د کرنیزو تولیداتو ځنځيري ارزښت مديریت.

د پوهنځی فزیکي منابع:

کرنې  پوهنځی  9  درسي خونې، یو کمپيوتر لیب چې دولس پاېې کمپيوترونه لري، پنځه لابراتواري خونې، کتابتون،تالار د څانګو او استادانو اووه خونې، دپوهنځی ریاست،فارم امريت  تدریسي مدیریت، د پوهنځی معاونیت او یوه ډيپو لري.

علمي ملګرتيا او پارټنرشيپونه

کرنې اوبو لګولو او مالدارئ رياست ،وادي کرنيز امارتي شرکت

لابراتوارونه:

  1. د پروسيس لابراتوار
  2. د اګرانومي لابراتوار
  3. د ماشين الاتو لابراتوار
  4. حيواني لابراتوار
  5. نباتاتو ساتنې لابراتوار

User account menu